CRI Online

په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نورو هېوادونو د محصلينو شمېر د زياتېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2018-04-30 13:04:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په پلي کېدو سره، د چين د پوهنتونونو نړيوال تګ راتګ او همکارۍ ورځ په ورځ زياتې او ژورې شوې. په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نورو هېوادونو د محصلينو شمېر د زياتېدو په حال کې دی.
د چين پوهنې وزارت د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې د چين ۹۳۵ پوهنتونونو له ۲۰۴ هېوادونو او سيمو څخه محصلين منلي وو. پکې تقريباً ۷۵ زره ۸ سوه د ماسترۍ او داکتورۍ درجې محصلين دي چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۸ اعشاريه ۶۲ فيصده زيات شوي. په چين کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د هيوادونو زده کوونکو شمېر ۳۱۷ زره ۲ سوه دی چې د ټولو بهرنيو زده کوونکو ۶۴ اعشاريه ۸۵ فيصده جوړوي، کوم چې د پخوا په پرتله ۱۱ اعشاريه ۵۸ فيصده زيات شوي او د بېلابېلو هېوادونو څخه يې منځنی سرعت لوړ و.
د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د سکالرشيپ جلب لوړ شوی، ډېر زيات سکالرشيپونه ګاونديو هېوادونو او د نوموړو هېوادونو زده کوونکو ته ورکول شوي، کوم چې د هېواد د ستراتيژيکو شخصيتونو او ملګرو د ذخيرې مهمه لاره ده. د سکالرشيپ د تر لاسه کولو زده کوونکو د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې پاکستان، مغولستان، روسيه، ويتنام، تايلند، امريکا، لاؤس، د کوريا جمهوريت، قزاقستان او نيپال تر ټولو لومړی ۱۰ هېوادونه وو. د نوموړې لارې اوږدو کې د هېوادونو د زده کوونکو سکالرشيپ د ټولو ۶۱ فيصده نيسي چې د ۲۰۱۲ ۸کال په پرتله اعشاريه ۴ فيصده زيات دي.
(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای