CRI Online

د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ډګرونو د بودجې لګښت په خورا پاملرنې څارل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-30 16:29:06


په ۲۰۲۲ کال کې به د اولمپيک ژمنۍ لوبې او د پارا اولمپيک ژمنۍ لوبې د چين په پلازمېنه بېجينګ او شاوخوا ښار جانګ جيا کو کې تر سره شي. په بېجينګ کې د ډګرونو جوړونه په ښه ډول روانه ده. د نويو لوبو ډګرونو جوړونه له ۲۰۱۷ کال څخه پيل شوې او پخوانيو شته ډګرونو ته به تحول ورکړل شي. په دې بهير کې به د پخوانۍ بودجې له مخې يې لګښت کنترول شي.

د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې به ۲۶ ډګرونه استعمال شي، کوم چې په بېجينګ، يان چينګ او جانګ جيا کو دريو سيمو کې واقع دي. د لوبو د تر سره کولو د لګښت کنترول لپاره تر امکان حد پورې به تيار شته ډګرونه استعمال شي. د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې به د ۲۰۰۸ کال د اولمپيک لوبو پاتې ډګرونه استعمال کړي. د مثال په توګه، د بېجينګ په ۱۳ ډګرونو کې ۸ ډګرونه د ۲۰۰۸ کال د اولمپيک لوبو کې جوړ شوي ډګرونه دي.

د بېجينګ د مهمو لويو پروګرامونو دفتر مرستيال دينګ جيان مينګ وويل، د بېجينګ او يان چينګ په مسابقوي ناحيو کې د ۵ نويو ډګرونو جوړونې روانې دي، د نورو زياتو ۱۱ ډګرونو جوړونې به په سږکال کې شروع شي.

د چټکې يخ لوبې ډګر، چې د جوړونې کارونه يې د تېر کال له اپريل څخه پيل شوي دي، د اولمپيک ځنګلي پارک لوېديځې خوا ته واقع دی. د دغه نوي ډګر مساحت، کوم چې يخ کمربند نومېږي، تقريباً ۸۰ زره مربع مترو ته رسېږي او ۱۲ زره ننداره کوونکي پکې ځايېږي. تر ځمکې لاندې جوړښت د ياد ډګر جوړونه روانه ده او تر ۲۰۲۰ کال پورې به د ټېست مسابقې معيار ته ورسېږي. دا د يادونې وړ ده چې د چټکې يخ لوبې ډګر د حکومتي او ټولنيزو پانګو له لارې جوړېږی، په فعاله توګه د ټولنې پانګې او قواوې د اولمپيک ژمنيو لوبو د دغه ډګر په جوړولو او چلولو کې چلبېږي.

دا نظر به د اولمپيک ژمنيو لوبو د چمتو کولو په ټول بهير کې اجرا شي چې د سپما په رڼا کې لوبې تر سره شي. د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د کميټې د ډيزاين او جوړښت څانګې دايمي مرستيال ليو يو مين وويل، د بېجينګ د ډګرونو د بودجې لګښت به په خورا پاملرنه کنترول شي، تر اوسه د يو څو ډګرونو ډيزاين طرحې لا هم تر بحث لاندې دي، نو تر دې دمه د ډګرونو د دقيقې بودجې په اړه څه نشو ويلی.

ليو يو مين وويل، د بېجينګ له اولمپيک ژمنيو لوبو وروسته د استعمال شوو تأسيساتو جوړښت او د ښار لپاره د اصلي ضروري تأسيساتو جوړښت د اولمپيک له پانګونې سره تړلي نه دي، د ځايي کوربه او ښاري حکومت تر پانګونې لاندې دي. تر لوبو وروسته د ډګرونو د بيا استعمال لپاره د ډګرونو د پټې او ډيزاين ډېر مهم دي. د دې لپاره چې د بېجينګ له دغو لوبو څخه وروسته ټول ډګرونه په دوامدار ډول استعمال شي، د ډګرونو د ډيزاين پلان به د ځايي کوربه د غوښتنو له مخې جوړ شي او يو څو نور سمون لرونکي تأسيسات به، کوم چې تر لوبو وروسته هم کارېدلی شی، په عين وخت کې جوړ شي. دغه برخې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په ټولو پانګونو کې نه دي.

نوموړي دا هم وويل، ژمنۍ لوبې به د دې ښار د چټکې پټلۍ، هوايي ډګرونو، لارو او ښاري سامانونو په شمول يو څو تاسيساتو له لارې تر سره شي، کوم چې د ښار د پرمختګ لپاره ضروري پروګرامونه دي، نو د حکومت يا ټولنې لخوا به پرې پانګونه وشي، بودجه يې د اولمپيک له لوري نه ورکول کېږي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای