CRI Online

چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو تفصيلي مهال ويش جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-04-30 17:36:28


سږ کال په چين کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو د دری کلنو عملياتو لومړی کال دی. د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو دفتر اړوند مسئول په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې وويل، چې چين به د بېوزلۍ د له منځه وړلو تفصيلي مهال ويش جوړ کړي او د مشخصو تدبيرونو د پلي کولو لپاره به هڅې وکړي.

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې راغلي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به له غريبۍ څخه د چين ټول اوسني بېوزلي کليوال کسان او ټولې بېوزلې ولسوالۍ وژغورل شي، د سيمه ييزې او ډله ييزې بېوزلۍ مسئله به حل شي او د بېوزلۍ په مقابل جګړه کې به برياليتوب تر لاسه شي. د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو دفتر د مجموعي چارو څانګې مشرې او مطبوعاتي وياندې سو ګوه شيا څو ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کې خبري رسنيو ته وويل، چې اوسمهال د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ميکانيزم، تګلارو او پانګو عرضې زياتې او پوره دي، دغه راز په راتلونکي کې به پاملرنه د مشخصو تدبيرونو پلي کولو ته واړول شي. په راتلونکي کې به په ډېرو بېوزلو سيمو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونه په ښه توګه تر سره شي او اوسني تدبيرونه به په ښه توګه پلي شي او وکارول شي. د بېوزلۍ د له منځه وړلو په موخه د صنعتونو د پرمختګ، د استخدام د زياتوالي، مناسبو ځايونو ته د انتقال، د ختيځو او لويديځو سيمو ترمنځ د همکارۍ، د ټولنيز ضمانت د بشپړوالي او د ارادې او پوهنو د پياوړتيا په شمول اوو برخو کې به مهم کارونه تر سره شي. مناسبو ځايونو ته د انتقال کارونه به په نژدې سل مليونو بېوزلو کسانو پورې اړه ولري او ډېرې پانګې به پکې ولګول شي. اغلې سو وويل،

(( دا به د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې زموږ ډېر مهم ګام وي. نژدې سل مليونو بېوزلو کسانو ته به ګټې ورسول شي، د دوی د ژوند او توليد اصلي شرايط به بدل شي. هېواد به د هرې منتقل شوې کورنۍ لپاره شپيته زره يوانه مالي مرسته برابره کړي چې پکې به نه يوازې د بنسټيزو تاسيساتو پانګونه بلکې نور ټولنيز خدمتونه هم شامل وي. دغه تګلاره دا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه زموږ په تدبيرونو کې تر ټولو قوي ده. په ديارلسم پنځه کلن پلان کې مناسبو ځايونو ته د بېوزلو کسانو انتقال په اړه د ځانګړې نقشې سره سم، د کورونو د جوړولو دندې تر سره شوې دي. زموږ په وړاندې لويه ننګونه دا ده چې له انتقال وروسته به د دغو بېوزلي کسانو کاري دندې څه وي، څنګه صنعتي چارو ته پرمختګ ورکول شي او د دوی ژوند څنګه ثابت شي. ))

نوموړې وويل، چې چين به په راتلونکو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې د يادو مهمو دندو په هکله تفصيلي مهال وېش وټاکي، نو اړوندې څانګې د دری کلنو عملياتو د پيل په مقدماتي چارو بوختې دي.

(( لومړی بايد په راتلونکو دريو کلونو کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ګامونه بشپړ کړو چې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې دې موږ خپلې عمده دندې تر سره کړو، په ۲۰۲۰ کال کې دې تر لاسه شوي برياليتوبونه پياوړي کړو. دوهم بايد مشخص تدبيرونه وټاکو. موږ بايد د بېوزلو کسانو د غريبۍ لامل پيدا کړو او له خپلو اوسنيو تګلارو سره يې دې ونښلوو، دغه راز دا به تاييد کړو چې کومې کورنۍ او کوم کسان له کومو تګلارو څخه ګټې اخيستلی شي. درېيم بايد د ختيځو او لويديځو سيمو ترمنځ همکاري پياوړې کړو. مرسته کوونکې او کېدوونکې خواوې بايد خپلمنځي همغږي وکړي، د عرضو او اړتياوو ترمنځ برابري دې ومومو. څلورم بايد په هغو سيمو کې چې ډېره بېوزلي ده او وروسته پاتې دي، له غريبۍ سره مبارزه لا پياوړې او جدي کړو. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای