د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اپرېل په ۳۰ نېټه وويل چې د پلازمينې کابل په شش درک کې دوه غبرګې بمي چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او۲۷ تنه نور ټپيان دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وويل چې د دواړه چاودنې د کابل د نهمې امنيتي حوزې په شش درک سيمه کې شوي. لومړۍ چاودنه پر ځايي وخت شاوخوا ۸ بجې وشوه او دوهمه چاودنه شاوخوا په ۸ بجو ۴۵ دقيقو رامنځته شوه. ټپيان نږدې روغتون ته ليږدول شوي دي. پوليسو د پېښې ځای کلابند کړی او پر اړوندې پلټنې يې پيل کړی دی.
تر اوسه پورې کومې ډلې د يادو بمي چاودنو پړه پر غاړه نده اخيستې.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |