CRI Online

شي جین پینګ د چین د کارګرو د اړیکو پوهنځي د زده کړندویانو لیک ته ځواب ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-04-30 19:32:41
شي جین پینګ د چین د کارګرو د اړیکو پوهنځي د زده کړندویانو لیک ته ځواب ورکړ

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د مې لومړۍ نیټه یعنی د کارګرو نړیوالې ورځې په رارسیدو سره د چین د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیټې رئیس شي جین پینګ د چین د کارګرو د اړیکو پوهنځي د نمنوي کارګرو د ټولګي د زده کړندویانو لیک ته په ځواب لیک کې دوی، د هیواد ټولو نمنوي کارګرو او ټولو عامو کاګرو ته نیکې هیلې وړاندی کړي دي.

شي جین پینګ په خپل لیک کې وویل چې تاسو د ګوند او هیواد پرمختګ لپاره وتلی خدمتونه کړي دي او له دې امله د نمنوي کارګرو په توګه انتخاب شوي یاست. اوس په دې پوهنځي کې زده کړه کوئ چې دا ستاسو د هلو ځلو او خدمتونو جایزه او له کارګرو سره د ګوند او حکومت پاملرنه بلل کیږي.

شي جین پینګ لیک کې پر دې ټینګار کړی چې کار کول ترټولو ویاړ بښونکې ، عالي، ستره او ښایسته ګاڼه ده. ټولنه باید نمنوي کارګرو ته درناوی وکړي او باید د دوي روحیه پراخه کړي ترڅو چې ټولنه د صادقانه او زیارکښ کارکولو له فضا څخه ډکه وي.

د معلوماتو له مخې په ۱۹۹۲ کال کې نوموړی ټولګی جوړ شوی چې زده کړندویان یې عموماً ملي نمنوي کارګر، د کارګرو ملي مډال ګټونکي او ملي وتلي کارګر دي. په دې وروستیو کې د یاد ټولګي زده کړندویانو عمومي منشي شي جین بینګ ته یو لیک لیکلی چې په کې یې په نوې زمانه کې د چیني ځانګړتیالرونکي سوسیالیزم په اړه د شي جین پینګ افکارو د زده کړې حالت او خاوندانو په توګه په نوې زمانه کې د لیدو وړ نتیجې ترلاسه کولو اراده څرګنده کړې ده.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای