CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې له ممکنو نقشو څخه يو دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 09:34:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو نوي وزير مايک پومپيو چې له اردن څخه په ليدنه بوخت دی، د اپريل په ۳۰مه نېټه وويل، چې د دوو هېوادونو پلان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حل له ممکنو نقشو څخه يو دی، خو د حل وروستۍ لار بايد د فلسطين او اسرائيلو له خوا د سلامشورې له لارې وټاکل شي.

نوموړي په همدې ورځ د اردن له خارجه وزير ايمن سفادي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې يادې څرګندونې وکړې. هغه له فلسطين څخه وغوښتل چې بېرته د سياسي خبرو اترو مدار ته راستون شي.

سفادي وويل، چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوسنيو حالاتو له امله د دوو هېوادونو پلان له ننګونو سره مخامخ دی. د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ مسئله د منځني ختيځ تر ټولو مهمه مسئله ده، اردن تل ادعا کوي چې د ختيځ بيت المقدس په پلازمينه دې يو خپلواک فلسطين هېواد جوړ شي، او د ياد شرط پر بنسټ د دوو هېوادونو له پلان څخه ملاتړ کوي.

په تېره يوه مياشت کې په سرحدي سيمه کې د فلسطينيانو او اسرائيلي عسکرو ترمنځ پر له پسې شخړې وشوې چې له امله يې ۴۰ ووژل شول او نژدې ۶۰۰۰ تنه ټپيان شول.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای