د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د اپريل په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د قوماندان مرستيال حسين سلامي په همدې ورځ وويل، چې ايران به هيڅکله د بالستيک توغنديو له پرمختګ څخه لاس وانخلي.
سلامي پر دې ټينګار وکړ چې د ايران توغندي د دفاع په موخه دي او د دوښمنانو پرضد د ګواښ عمده ځواک دی. د ايران له خوا د بالستيک توغنديو پرمختګ له نړيوالو قوانينو سره سمون لري، نو د ايران په مقابل اړوندې خبرې معقولې نه دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |