CRI Online

د فرانسې او روسيې ولسمشرانو هيله دا ده چې د ايران د اټومي تړون ټول برياليتوبونه وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 09:48:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د اپريل په ۳۰مه نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون د همدې ورځ په سهار د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره تلېفوني خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو هيله لري چې په ۲۰۱۵ کال کې د ايران د اټومي تړون ټول برياليتوبونه وساتل شي.

ماکرون وويل، فرانسه هيله لري چې له روسيې، د امنيت شورا له نورو دايمي غړو هېوادونو، د اروپا او منځني ختيځ له عمومي هېوادونو سره د ايران اټومي تړون پر اضافي مسئلو بحث وکړي، کوم چې له ۲۰۲۵ کال نه وروسته د ايران د اټومي عملياتو د څارنې، د ايران د بالستيک توغندي پلان او د سوريې او د يمن جمهوريت د حالاتو په شمول دي.

له دې مخکې ماکرون هم د ايران له ولسمشر حسن روحانی سره تلېفوني خبرې اترې کړې، دواړو خواوو موافقه کړې چې د ايران د اټومي تړون د بشپړې ساتنې لپاره به ګډې هڅې وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای