CRI Online

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې دوو چاودنو څه د پاسه ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 09:54:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د اپريل په ۳۰مه نېټه وويل، په پلازمېنه کابل کې د همدې ورځې په سهار پر له پسې دوه چاودنې پېښې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانيش وويل، دوه چاودنې د کابل د ښار په نهمه حوزه په شش درک سيمه کې پېښې شوې دي. لومړۍ چاودنه په ځايي وخت د سهار نژدې په ۸ بجو او دوهمه چاودنه په ۸ بجو ۴۵ دقيقو پېښه شوه. ټپيان نژدې روغتون ته لېږول شوي. پوليس د پېښ ځای بند کړ او څېړنې يې پيل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای