CRI Online

د اقليمي بدلون په اړه د م م د نوي پړاو خبرې اترې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 10:20:38

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اپريل په ۳۰مه نېټه، د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون په شکل کې د اقليمي بدلون د نوي پړاو خبرې اترې د جرمني په بن کې پرانيستل شوې. د ياد تړون لاسليکوونکو خواوو استازي به د اقليمي بدلون په اړه د پاريس تړون د اړوندو تفصيلاتو د جوړولو او عملي کولو په هکله خبرې اترې وکړي، څو چې دغه تړون به رښتينې توګه شي. خبرې اترې به د می تر لسمې نېټې پورې دوام ولري.

د خبرو اترو د پيل په درشل کې د اقليمي بدلون په اړه د م م د چوکاټي تړون د سکرټريت اجراييوي سکرټر پټريسيا اسپينوسا له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اقليم بدلون په مقابل دې لا ټينګه اراده غوره کړي او د اقليمي ساتنې په برخه کې دې نورې زياتې هلې ځلې وکړي. نوموړي له پرمختللو هېوادونو څخه د دوی د هغې ژمنې د پوره کولو غوښتنه وکړه کومه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په هر کال کې د اقليمي بدلون د ارامۍ لپاره پرمختيايي هېوادونو ته ۱۰۰ مليارډه امريکايي ډالره پيسې ورکړي.

د معلوماتو له مخې، په اړوندې تعديل نامې کې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې د کمولو په اړه د پرمختللو هېوادونو ژمنه تاييد شوې. دغه تعديل نامې د ۱۱۱ هېوادونو مثبتې رايې تر لاسه کړې او د نورو ۳۰ هېوادونو له خوا له منل کېدو وروسته به نافذه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای