د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند ان فنګ شان د می په لومړۍ نېټه وويل، چې د يو چين پر پېژندنې ټينګار کول د نړيوالې ټولنې عامه ګډه نظريه ده. د چين او دومينيکن تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو تأسيس د خلکو ګډه اراده او عمومي تمايل دی.
ان فنګ شان د خبريال هغې پوښتنې ته په ځواب ورکولو کې يادې څرګندې وکړې چې د دومينيکن جمهوريت حکومت له تايوان سره د تش په نامه ديپلوماتيکو اړيکو د پرې کولو اعلان کړی او له چين سره يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، تاسو په دې هکله څه تبصره لرئ؟
نوموړي وويل، چې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د می د لومړۍ نېټې په سهار په بېجينګ کې د دومينيکن د بهرنيو چارو له وزير بارګاس سره د چين ولسي جمهوريت او د دومينيکن جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د تأسيس ګډه اعلاميه لاسليک کړه. دواړو هېوادونو د يادې اعلاميې له لاسليکېدو وروسته يو بل منلی او د وزيرانو په کچه يې ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې. د يو چين پر پېژندنې ټينګار کول د نړيوالې ټولنې عامه ګډه نظريه ده. د چين او دومينيکن تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو تأسيس د خلکو ګډه اراده او عمومي تمايل دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |