CRI Online

د امريکا دوو لويو مخابراتي تصديو وويل چې دوی به سره يو ځای شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 11:52:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا درېيمې او څلورمې لويې مخابراتي تصدۍ T موبايل او سپرينت تصدۍ مخکې ويلي وو چې دغه دوه تصدۍ به د خپلو ټولو اسهامو د معامله کولو له لارې سره يو ځای کړي. دغه معامله بايد د مريکا د څارونکې ادارې لخوا تصويب شي.

سپرينت تصدي په ۲۹مه نېټه په رسمي ويبسايټ کې په يوه اعلاميه کې وويل، چې دغه معامله به د ۲۰۱۹ کال تر لومړۍ نيمايي پورې تر سره شي. تر دغه پيوستون وروسته به نوې تصدۍ د T موبايل مخابراتي تصدۍ نومېږي او د پخوا T موبايل اجرايوي مشر جان لېګېر به د نوې تصدۍ اجرايوي مشر شي. په دې اعلاميه کې دا هم ويل شوي، نوې تصدۍ پلان لري چې د ۴۰ ملياردو ډالرو په ارزښت پانګه د کارونو په پراختيا او د پنځم نسل انترنېټ په جوړونه کې ولګوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای