د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دومينيکن جمهوريت حکومت د اپريل د ۳۰مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې دومينيکن له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې دي.
د دومينيکن حکومت د قانوني چارو سلاکار فلاويو ډاريو اسپينال په همدې شپه د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبري ناسته کې يوه حکومتي اعلاميه خپره کړه. نوموړي وويل، چې دغه پريکړه د اوږدې مودې د فکر کولو او له سياسي او تجارتي برخو سره د سلامشورو له لارې او د هېواد د خلکو د اړتياوو او د پس منظر سره سم وشوه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |