CRI Online

ګوټرېس په افغانستان کې د پېښو شويو بريدونو په اړه قهر څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 15:17:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۳۰مه نېټه د م م سرمنشي ګوټرېس په افغانستان کې د پېښو شويو څو بريدونو په اړه قهر څرګند کړ او د مړو او ژوبل شوو خپلوانو ته يې د همدردۍ ژور مراتب وړاندې کړل.

ګوټرېس د خپل وياند ستېفني دوجاريک له لارې وويل، د افغانستان په کابل او کندهار کې په همدې ورځ پېښ شوي بريدونه ډېرو عامو خلکو، مرستندويه کار کوونکو، زده کوونکو او د رسنيو کار کوونکو ته مرګ ژوبله اړولي. پکې د خبريالانو په وړاندې د ترهګرو ناوړه نيت څرګند کړ او يو ځل بيا وښودله چې د رسنيزو کار کوونکو ژوند له خطرونو سره مخ دی.

دوجاريک وويل، ګوټرېس د مړو او ژوبل شوو خپلوانو ته د همدردۍ ژور مراتب وړاندې کوي او د ټپيانو ژر تر ژره بيا ښې روغتيا هيلې ښودلې.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای