د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د اپريل په ۳۰مه نېټه د ولسمشريزې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا به د اروپايي ټولنې، کاناډا، مکسيکو، ارجنټاين، استراليا او برازيل له صادراتو فولادو او المونيمو څخه د ګمرکي مالياتو د معافيت موده اوږده کړي، څو چې د اړوندو خبرو اترو د دوام لپاره وخت ولري.
د يادې اعلاميې سره سم، په تيره مياشت کې د ټرمپ حکومت او يادو اقتصادي ډلو ترمنځ د خبرو اترو د وضعيت له امله امريکا پريکړه کړې چې د يادو اقتصادي ډلو له صادراتو فولادو او المونيمو څخه ګمرکي ماليات به په دريو ډولو وويشي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د ټرمپ حکومت له يادو اقتصادي ډلو سره خبرو اترو کې دې ته پاملرنه کوي چې د ونډو د وېشلو له لارې پر وارداتو محدوديت ټاکي، د درېيمې خوا د ټرانسپورټ مخه نيسي او دولتي امنيت ساتي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |