CRI Online

لي که چيانګ به له اندونيزيا او جاپان څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې به برخه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 08:45:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د می په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو او د جاپان د صدراعظم شينزو ابي په بلنه به د چين صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې له شپږمې نېټې څخه تر يوولسمې نېټې پورې له اندونيزيا او جاپان څخه رسمي ليدنه وکړي او د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې به برخه واخلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای