CRI Online

مراکش له ايران سره رسمي اړيکې پرې کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 08:47:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مراکش د بهرنيو چارو او نړيوالو همکاريو وزير نصير بوريطا د می په لومړۍ نېټه اعلان کړ چې مراکش له ايران سره رسمي اړيکې پرې کړې. نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د دغه هېواد اړوندو څانګو دقيق شواهد يې تر لاسه کړي چې ايران د لبنان د حزب الله له لارې د لويديځې صحرا د ولسي ازادۍ بښونکې جبهې ته پيسې او وسلې ورکړې او د دغې ډلې غړي يې روزلي دي. د ايران دې کړو وړو د مراکش دولتي امنيت او ګټو ته سخت زيانونه رسولي دي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې له ايران سره د رسمي اړيکو پرې کول يوازې دوه اړخيز ډيپلوماتيک عمل دی او په سيمه ييزو او نړيوالو حالاتو پورې اړه نه لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای