CRI Online

امنيت شورا په افغانستان کې د تازه چاودنو سخته غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 08:52:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د می په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې تازه چاودنې په سختو ټکو وغندلې چې د اپريل په ۳۰مه نېټه پېښه وشوه.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د امنيت شورا غړي د وژل شويو کسانو خپلوانو او افغان حکومت ته د ژورې همدردۍ او خواشينۍ مراتب څرګندوي او هيله لري چې ټپيان ژر روغ شي. د دغه شان ترهګريزو کړو وړو طرحه کوونکو، پلي کوونکو او پلويانو ته دې سزا ورکړي او ټول هېوادونه بايد د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو سره سم مسؤليت پر غاړه واخلي او بايد له افغان حکومت او اړوندو خواوو سره مثبتې همکارۍ وکړي.

امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې هر ډول ترهګري د نړيوالې سولې او امنيت په وړاندې له سختو ګواښونو او خطرونو څخه يوه ده، ټول هېوادونه بايد د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره له ترهګرۍ سره ټينګ مخالفت او مبارزه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای