د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د می په لومړۍ نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د امريکا لخوا د اروپايي ټولنې له صادراتو فولادو او المونيمو څخه د ګمرکي مالياتو د معافيت اوږدوالی د بازارونو بې ثباتي او نامعلومتيا زياته کړې او پر سوداګريزو پريکړو يې اغېزې کړې دي، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به دوام ولري، خو اروپايي ټولنه به تر ګواښ لاندې خبرې اترې و نه کړي.
د امريکا سپيڼې ماڼۍ د اپريل په ۳۰مه نېټه د يوې ولسمشريزې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې امريکا به د اروپايي ټولنې، کاناډا او مکسيکو څخه د فولادو او المونيمو څخه د ګمرکي مالياتو معافيت د جون تر لومړۍ نېټې پورې وځنډوي، څو چې د خبرو اترو لپاره نورې وروستۍ ۳۰ ورځې ولري.
اروپايي ټولنې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي چې د فولادو او المونيمو ګمرکي ماليات بايد په پوره او دايمي توګه لغوه شي، د ملي امنيت په پلمه د امريکا له خوا د ګمرکي مالياتو زياتوالی معقول نه دی.
اروپايي ټولنې دا هم ويلي چې د اروپايي ټولنې د تجارتي غړي سيسيليا ملمستروم او د امريکا د سوداګرۍ وزير ويلبور روس او د امريکا د سوداګرۍ استازي روبيرټ ليټهيزير ترمنځ خبرې اترې به دوام ولري. اروپايي ټولنه غواړي بازار ننوتنې ته د اجازې مسئلې په اړه خبرې اترې وکړي، خو تر ګواښ لاندې به خبرې اترې و نه کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |