CRI Online

د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې ۱۴۷مليونو چينايانو په هېواد کې سيلاني کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 09:41:24

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د مې په لومړۍ نېټه خبر ورکړ، د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې ۱۴۷ مليونو چينايانو په هېواد کې سيلاني کړې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۹.۳ سلنه زيات شوی، سيلانيز عايدات ۸۷.۱۶ مليارډو يوانو ته رسېدلي چې ۱۰.۲ سلنه زيات شوي دي.

د ياد وزارت د خبر له مخې، د کارګرو نړيوالې ورځې په موده کې په هېواد کې سيلانيزې چارې تودې وې او د سيلانۍ بازار د دوامدار پرمختګ په حال کې و. د يوې شمېرنې له مخې، جنوب ختيځې اسيا د بهرنۍ سيلانۍ لومړی مقصد و، برسيره پر دې، د چين او اروپا ترمنځ د سيلانيز کال فعاليت په رڼا کې د بريټانيا، روسيې، ايټاليا، جرمني او فرانسې په شمول اروپايي هېوادونه هم د چينايانو سيلانيانو جلبوونکی مقصدونه ګرځېدلي دي. (هيله)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای