د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق پوليسو د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه وويل چې د همدې ورځې په شپه وسله والو د صلاح الدين ولايت پر يوه کلي بريد وکړ چې له امله يې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي چې په دې جمله کې زياتره ښځې او ماشومان دی.
د ياد ولايت د پوليسو يو چارواکي محمد زوبري د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي چې د عراق امنيتي پوځ ټپيان نژدې روغتون ته ليږدولي دي او د وسله والو د نيولو لپاره يې هڅې کوي.تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |