د سوريې خبري اژانس د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه خبر ور کړ چې د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد په همدې ورځ د سوريې په شمال ختيځ پر الحساکه ولايت هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۲۵ تنه ملکيان وژل شوي دي.
د خبر له مخې نړيوال اتحاد په همدې ورځ د دې ولايت په جنوب د شاددي سيمې پر يوه کلي هوايي بريد وکړ چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۵ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نورټپيان شوي دي.
ياد خبري اژانس په دې خبر کې نړيوال اتحاد وغانده چې په سوريه کې يې پوځي عمليات يې ناقانونه دی او دغه بريد ټولوژنه ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |