CRI Online

د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی او د ماليې وزير سټيوين ټيرنير منوچين به د می په ۳مه نېټه د يوه هيئت په مشري له چين څخه ليدنه پيل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 14:18:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين د دې هر کلی کوي چې د مې له ۳مې نېټې نه تر ۴مې نېټې پورې به د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی او د ماليې وزير سټيوين ټيرنير منوچين د يوه هيئت په مشري له چين څخه ليدنه وکړي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د صدارعظم مرستيال ليو هه به د امريکا له ياد هيئت سره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ د ګډو علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای