CRI Online

د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدل او تأسيس به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لپاره زيات فرصتونه برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 14:21:34

د مۍ په لومړۍ نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بېجينګ کې د دومينيکن د بهرنيو چارو له وزير ميګول ورګاس ملدونادو سره د چين د ولسي جمهوريت او د دومينيکن جمهوريت ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو او تأسيس په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه. وزير وانګ يي وويل، چې په رسمي توګه د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په تاريخ کې د نوې تاريخي پاڼې د اړولو نښه کېښوده، دواړه خواوې به ښه وروڼه شي چې د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ به وهڅوي او د دغو هېوادونو ګډې ګټې به خوندي وساتي.

د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د غړي او د دغې اکاډمۍ د لاتينۍ امريکا انسټېټيوټ د څېړونکي شيو شي چنګ په نظر، د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدل د خلکو له هيلو او د زمانې له غوښتنو سره سمون لري. نوموړي پدې هکله وويل:

((په دې وروستيو کلونو کې د چين او دومينيکن ترمنځ کلنی سوداګريز ارزښت شاوخوا دوه مليارډه ډالرو کې ساتل کيږي، چين د دومينيکن دوهم لوی وارداتي هېواد دی، په بله ژبه چين د دومينيکن عمده سوداګريز همکار ګرځيدلی دی.))

د ښاغلي شيو شي چنګ په باور، د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو په ټينګېدو سره به د دواړو هېوادونو او د چين او د لاتينې امريکا د کارابين سيمې ترمنځ همکارۍ لپاره زيات فرصتونه برابر کړي. نوموړي پدې اړه وويل:

(( ډاډمن يم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او علمي اړيکې به لا پياوړې شي ،اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ به نور هم زيات شي، دغه راز زياتې چيني تصدۍ به د پانګونې لپاره دومينيکن ته ولاړې شي. زما په اند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو په ټينګېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي، اقتصادي او سوداګريز، کلتوري، علمي او تعليمي اړيکې پر مخ يوړول شي.))

د چين او د لاتينې امريکا د کارابين سيمې ترمنځ د سوداګرۍ په اړه دومينيکني مشاور ساميل کاټرېن وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدل پدې معنا دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ او سيلانۍ په شمول زياتو برخو کې به د همکارۍ فضا لاپراخه شي. دومينيکن د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په اړه مثبته رويه ښيي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدل به په دې وړانديز کې د دومينيکن د شاملېدو لپاره لازمې زمينې برابرې کړي. نوموړي پدې اړه وويل:

(( نن د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکې ټينګې شوې چې له امله يې د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې د دومينيکن د شاملېدو لپاره شرايط جوړ شوي، اطمينان لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو په ټينګېدو سره به د چين او لاتينۍ امريکا ترمنځ همکاريو ته نوی خوځنده ځواک وروبخښي. زه د دواړو هېوادونو په راتلونکي همکارۍ ډېر ډاډمن يم، زما په نظر دا همکاري به لانور ښه ظرفيت ولري.))

ساميل کاټرېن چې د چين د ساينس پوهنتون سوداګريزې ادارې کې د ماسترۍ لوړې زده کړې کړي، خبريالانو ته وويل، غواړم چې د مشاورې يو شرکت پرانيزم او چيني او لاتينې امريکايي تصديو ته معلومات برابر کړم، د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو په ټينګېدو سره د خپلو کاروبارو طرحه لاروښانه او کره شوې ده.

(( د چين ساينس پوهنتون کې مې د زده کړې په موده کې د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو اړوندې ډېرې مطالعې وکړې. په حقيقت کې له ۲۰۰۰ کال راهيسې، د چين او لاتينې امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ سويه ورځ تر بلې لوړه شوې چې ما ته يې د خپل کاروبار د طرحې په اړه نوې مفکوره راکړې ده. زه پلان لرم چې د مشاورې يو شرکت جوړ کړم او په لاتينې امريکا کې له چيني تصديو سره د پانګونې او سوداګرۍ مرسته وکړم او هم له چين سره د دومينيکني تصديو په شمول د لاتيني امريکايي تصديو همکارۍ لپاره ملاتړ برابرکړم. د چين او دومينيکن ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدل زما لپاره مهم فرصت دی. راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ساحه لاپراخه شي،هيله لرم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ودې لپاره خدمت وکړم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای