د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډومالډ ټرمپ د می په لومړۍ نېټه په سپينې ماڼۍ کې وويل، چې د ده او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د مشر کيم جونګ اون ترمنځ د ملاقات وخت او ځای ښايي په راتلونکو څو ورځو کې خپور شي.
نوموړي خبري رسنيو ته وويل، هغه هيله لري چې له کيم جونګ اون سره ملاقات وکړي، امريکا هيله لري چې اخرا سوله رامنځته شي.
ټرمپ د اپريل په ۳۰مه نېټه خبري رسنيو ته وويل، چې د ملاقات د ځای په مناسبت د سينګاپور په شمول زيات هېوادونه د امريکا په فکر کې نيول کيږي. بر سيره پر دې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت په غېر نظامي سيمه کې د سولې کور يا د ازادۍ کور هم تر نظر لاندې دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |