CRI Online

د دومينيکن ولسمشر: د دومينيکن او چين ترمنځ د اړيکو ټينګوالی به د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 14:54:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دومينيکن جمهوريت ولسمشر دونيلو ميدينا د می په لومړۍ نېټه وويل، چې د دومينيکن او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګوالی هيڅ مخکنی شرط نلري او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

نوموړي د هېواد په شمال کې د يو روغتون د پرانيستلو په مراسمو کې يادې څرګندونې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې له چين سره د اړيکو ټينګوالي په اړه د دومينيکن حکومت پريکړه له تاريخي وضيعت سره سمون لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيکې اړيکې د متقابل درناوي، همکارۍ او برابرۍ پر بنسټ دي.

د بېجينګ پر وخت د می په لومړۍ نېټه چين له دومينيکن سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګولو ګډه اعلاميه لاسليک کړه چې له مخې يې يو بل منلي او د وزيرانو په کچه خپلمنځي ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې دي .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای