CRI Online

سپينې ماڼۍ د ايران د ذروي مسئلې په هکله د اسرائيلو له دريځ څخه ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 15:04:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې سراح ساندس د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه وويل چې امريکا د ايران د ذروي مسئلې په هکله د اسرائيلو له وروستۍ دريځ او عملونو څخه ملاتړ کوي. په همدې ورځ د ايران پارلمان د دولتي امنيت او ديپلوماتيکو تګلارو د کميټې رئيس علاوالدين بروجردي وويل چې که پر ايران بنديز اعاده شي، ايران به دليل ونه لري چې د ذروي مسئلې په هکله تړون کې پاتې شي.

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې امريکا به له ياد تړون څخه ووځي،بروجردي چې له سوريې څخه په ليدنه پوخت دی، په همدې ورځ په دمشق کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې ډونالډ ټرمپ څو څو ځله د امريکا له خوا لاسليک شوی تړون څخه سرغړولی چې ور څخه ښکاري چې د امريکا حکومت د باور وړ نه دی او کړنو يې د ذروي وسلو د نه خپرېدا تړون ته زيانونه رسولي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای