CRI Online

د کوريا جمهوريت غواړي چې د کوريا په ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې د ذروي ازمويښتي اډې د تړلو د تصديق لپاره د م م ملاتړ لاسته راوړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 15:12:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م وياند د روانې مياشتې په لومړۍ نيټه خبر ور کړ چې د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين غواړي چې د کوريا په ديموکراتيک ولسي جمهوريت کې د ذروي ازمويښتي اډې د تړلو د تصديق لپاره د م م ملاتړ لاسته راوړي.

نوموړي په همدې ورځ خبري رسنيو ته ويلي چې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اپريل په ۳۰ مه نېټه له ولسمشر مون جان اين سره تليفوني خبرې اترې وکړې او پکې ولسمشر مون جای اين له م م څخه غوښتنه وکړه چې د يادې اډې د تړلو د تصديق او د اړوند تړون له مخې د کوريا جمهوريت او د ديموکراتيکې کوريا ترمنځ له غير پوځي سيمې څخه پر سوله ييزې سيمې د بدلولو په برخه کې د م م ملاتړ لاسته راوړي.

ګوتريس په خپلو خبرو کې د يادو دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ملاقات د بريالي کيدو له امله مون جای اين ته مبارکي وويله او پر دې يې ټينګار وکړ چې م م په تر خپلې وسې پورې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ له ډيالوګ څخه ملاتړ وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای