CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: سلا مشوره د چين او امريکا له ګډو ګټو سره سمون لري

cri     (GMT+08:00) 2018-05-02 20:41:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ځانګړی استازی او د ماليې وزير سټيفن ټيرنير منوچين به د يوه هيئت په مشرۍ د مې له ۳مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړی او د صدراعظم مرستيال ليو هه به د امريکا له ياد هيئت سره د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د راونې مياشتې په ۲مه نېټه په يوه خبرې ناسته کې وويل چې د سلا مشورې له لارې د اختلافاتو ليرې کول د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.

هغه زياته کړه چې د اقتصاد په ډګر کې امريکا او چين لومړۍ او دوهم مقام لري. د سلا مشورې له لارې د اختلافاتو ليرې کول او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې او اقتصادي اړيکې ساتل د دوو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري، او هم د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ګډه هيله ده. دا د نړۍ اقتصاد د بيا سمسورتيا او ثبات لپاره ستر اهميت لري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای