CRI Online

شي جين پينګ به د مې په څلورمه نېټه د مارکس د زېږېدو د ۲۰۰ مې کليزې په يادغونډه کې ګډون او وينا وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 10:45:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د مارکس د زېږېدو د ۲۰۰ کليزې يادغونډه به د مې په څلورمه نېټه په بېجينګ کې ولسي تالار کې ترسره شي . د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي ، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړي.

په هغه وخت کې به د چين د رسنيو ګروپ پورې اړوند مرکزي تلويزيون،مرکزي ولسي راډيو ، د چين نړيواله راډيو د غوڼدې په اړه ژوندې خپرونې ولري ،همداراز د خلکو ويبپاڼه، د سينهوا ويبپاڼه،د مرکزي تلويزيون ويبپاڼه، د چين ويبپاڼه، د خلکو ورځپاڼه، د سينهوا اژانس او د مرکزي تلويزيون د خبرونو کلېينټونه به هم په دې اړه ژوندۍ خپرونې ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای