CRI Online

شي جين پينګ له بېجينګ پوهنتون نه وغوښتل چې د سوسياليزم ابادونکي او وارثان وروزي څو د چيني ځانګړتياوو په لرلو سره د نړۍ د پوهنتونونو د سرلارو په ليکه کې راشي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 10:47:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې څلورمه نېټه به د ځوانانو له ورځې او د بېجينګ پوهنتون د جوړېدو له ۱۲۰ مې کليزې سره برابره وي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د مې په دويمه نېټه له بېجينګ پوهنتون څخه ليدنه وکړه . شي جين پينګ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د دغه پوهنتون ښوونکو، محصلينو، د هېواد په دننه او بهر کې له دې پوهنتونه فارغ شويو زده کوونکو، د هېواد بېلابېلو قومونو ځوانانو او ځوانو کارکوونکو ته د يادې ورځې مبارکي وويله او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد پر چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ټينګار وکړو او پرمختګ دې ورته کړو،د يو سوسياليستي،عصري او پياوړي هېواد په توګه د چين ابادي يوه تلپاتې دنده ده چې نسل په نسل دوامدارو هڅو ته اړتيا لري. ځوانان دې د چيني ملت د عظيمې احيا د راوستلو لپاره د عمده ځواک په توګه د ملي او قومي هيلو د پوره کولو مسئوليت پرغاړه واخلي. پوهنتونونه دې خپله اصلي دنده په ښه توګه ترسره کړي يعنې د سوسياليزم ابادونکي او وارثان دې وروزي څو د چيني ځانګړتياوو په لرلو سره د نړۍ د پوهنتونونو د سرلارو په ليکه کې راشي.

د همدې ورځې په سهار شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د دايمي غړي او د مرکزي سکريتريت د منشي وانګ هو نينګ، د بېجينګ پوهنتون د ګوندي منشي هه پينګ او د دې پوهنتون د رئيس لين جيان هوا په ملتيا سره د بېجينګ پوهنتون د تېر پنځه کلن پرمختګ له نندارتون نه ليدنه وکړه، له ځينو پروفيسرانو او ځوانو ښوونکو سره يې وکتل، د جين ګوانګ په نوم علمي ودانۍ د برياليتوبونو له نندارتون او د بېجينګ پوهنتون او مارکسيزم په نوم له نندارتون څخه يې ليدنه وکړه او له ښوونکو او محصلينو سره يې خبرې اترې وکړې.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای