د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو نوی وزير مايک پومپيو د مې په ۲مه نېټه په رسمي توګه لوړه وکړه. هغه د لوړې په مراسمو کې وويل، امريکا به په لازم وخت کې کلکه ډيپلوماتيکه تګلاره غوره کړي تر څو خپل حقونه وساتي.
په همدې ورځ د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې اړوند مراسم ترسره شول او پومپيوم په رسمي توګه د امريکا د بهرنيو چارو د ۷۰م وزير په توګه دنده پر غاړه واخيستله. هغه په خپلو خبرو کې وويل، اوس د امريکا امنيت، سمسورتيا او ازادي له ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي، هغه به د بهرنيو چارو د ډلې په مشرۍ له دغو ګواښونو سره تر هغې مقابله وکړي څو دا ضمانت وشي چې امريکا په نړيوال ډګر کې تل د درناوي وړ او اصول لرونکې لارښوونکې وګرځي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |