د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشر د بهرنيو او امنيتي چارو په اړه ځانګړي استازي څو ورځې مخکې ويلي چې د کوريا ټاپووزمې د سوله ييز تړون د لاسليک په وخت کې بايد له دې هېواد څخه د امريکايي پوځ د ايستلو مسئله تر غور لاندې ونيول شي، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند کيم يوی کيوم د مې په ۲مه نېټه وويل، ولسمشر مون جاې اين په دې اړه څرګنده کړې چې په دې هېواد کې د امريکايي پوځ د ميشتېدو مسئله د کوريا جمهوريت او امريکا د اتحاد مسئله ده او له سوله ييز تړون سره هېڅ اړيکې نه لري.
کيم يوی کيوم وويل، د چيون وا دای د سکريتريت مشر له ياد استازي سره په ټليفوني خبرو کې د ولسمشر دريځ څرګند کړ او ترې يې وغوښتل چې ناسمه وينا و نه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |