CRI Online

لي که چيانګ: بايد د تصديو د پرانيستلو او د پروژو د جوړونې د سنجش او منظورۍ وخت نيمه برخه کمه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 11:25:42
لي که چيانګ: بايد د تصديو د پرانيستلو او د پروژو د جوړونې د سنجش او منظورۍ وخت نيمه برخه کمه شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۲مه نېټه د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه او پکې يې وويل چې بايد د تصديو د پرانيستلو او د پروژو د جوړونې د سنجش او منظورۍ وخت د نيمې برخې د کمولو لپاره تدبيرونه ونيول شي تر څو د سوداګرۍ زمينه نوره هم ښه شي. په دې غونډه کې د انساني سرچينو بازار په اړه د مقرراتو مسوده هم تصويب شوه.

په دې غونډه کې تاييد شوې چې د تصديو له جوړونې څخه د معاملې شرايطو تر لرلو پورې ګامونه به لا اسان او کم شي. لومړۍ به د تصديو د ثبتولو اليکترونيکي بهير وهڅول شي. دوهم غوښتونکي د رسمي مهر جوړونکي ادارې انتخابولی شي. درېیم، هغه تصدۍ چې د ټولنیز کریډیټ کوډ لرونکي معاملې ليسانس لري، د ماليې چارو په برخه کې به له نورو اسانو تګلارو څخه ګټه واخلي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای