CRI Online

لي که چيانګ به د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۷مه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 11:28:36
لي که چيانګ به د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۷مه غونډه کې ګډون وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په ۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، صدراعظم لي که چيانګ به جاپان ته وخوځېږي او د مې په ۹مه نېټه به د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۷مه غونډه کې ګډون وکړي. لي که چيانګ به په دغه غونډه کې د ګډون له لارې د دريو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوې زمينه برابره کړي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره به نوی خدمتونه ترسره کړي.

هوا چون ينګ وويل، د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ همکارۍ د ختيځې اسيا د همکاريو يوه مهمه برخه ده. د يادو دريو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پيل له ۱۹ کلونو راهيسې، د مشرانو غونډې، د وزيرانو په کچه ۲۱ غونډې او څه دپاسه ۷۰ کاري مشورو په شمول هراړخيز همکاريز سيسټم جوړ شوی او د دريو هېوادونو د همکارۍ سکريټريت هم جوړ شوی دی. د اقتصاد او سوداګرۍ، پولي چارو، ترانسپورټ، کلتور او ښوونې په شمول ځينو برخو کې د دريو هېوادونو ترمنځ همکاريو او تبادلو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د پانګونې تړون يې لاسليک کړی او د ازادې سوداګرۍ په اړه يې ۱۳ ځلې خبرې اترې کړې دي.

هوا چون ينګ وويل، لي که چيانګ، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جاې اين به په ياده غونډه کې ګډون وکړي او ورپسې به د دريو هېوادونو د صنايعو او سوداګرۍ د سرمشريزې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او ويناوې وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای