د مې له ۲مې نېټې څخه تر ۱۲ مې نېټې پورې د ۳۱ مې دورې د ايران د تهران د کتابونو نړيوال نندارتون د تهران په خميني جومات کې ترسره شو. د چين د کتابونو وارداتي او صادراتي ګروپ په دغه نندارتون کې د چين د نشراتو پلاوي د سفر د ترتيبولو مسئوليت پر غاړه درلود چې پکې د چين د نشراتو او رسنيو شرکت، د خلکو مطبعه، د چين د کتابونو وارداتي او صادراتي ګروپ او د کمرشل پرېس په شمول د مطبعې يو شمېر مشهورې تصدۍ شامل وې.
په روان نندارتون کې د چين د عرفې مساحت ۵۰ مربع کيلومترو ته رسيده او پکې د نږدې ۲۰۰ ډولو په شمول ۴۰۰ کتابونه وښودل شول چې له کلتور، ټولنيز ساينس،د ژبو د زده کړې په اړوند وو او تر نيمايي زياته برخه يې په فارسي او انګليسي ژبو وژباړل شول.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |