CRI Online

انټونيو ګوټرېس د ليبيا د ټولټاکنو پر خپلواک کمېسيون ترهګريز بريد وغانده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 16:13:30

د م م سرمنشي انټونيو ګوټرېس د مې په دوهمه نېټه د يوې اعلامې په خپرولو سره په همدې ورځ د ليبيا د ټولټاکنو پر خپلواک کمېسيون ترهګريز بريد وغانده.

نوموړي د خپل مرستيال وياند فرهان حق له لارې ياده اعلاميه خپره کړې او پکې يې د قربانيانو کورنيو او ټپيانو ته د ډاډګيرنې مراتب او همدردي څرګنده کړې. همدارنګه نوموړي بيا تکرار کړې چې م م د ليبيا د عملياتي پلان د تطبيق په اړه د ژمنې مراعات کوي او له بېلابېلو غاړو سره د ليبيا مسئلې په اړه د م م د سرمنشي د ځانګړي استازي غسان سلامي هڅې ستايي.

د تېر کال په سپتمبر کې غسان سلامي د ليبيا مسئلې د حل په موخه عملياتي پلان وړاندې کړ چې له مخې به يې د روان کال تر پای وړاندې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې ترسره شي.(زرينه)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای