CRI Online

يوناما : افغانستان کې به خبريالان خوندي وساتو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 16:14:42

په افغانستان کې د م م مرستندوي پلاوي يعنې يوناما د مې په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل کې د لسو خبريالانو د وژنې پېښه وغندله او تکرار يې کړه چې په دې هېواد کې به خبريالان خوندي وساتي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې افغانستان د رسنيو د کارونو لپاره له ډېرو خطرناکو سيمو څخه دی، په ۲۰۱۷ کال کې لږترلږه ۱۴ خبريالان د بېلابېلو شخړو له امله ووژل شول او د روان کال په لومړنيو څلورو مياشتو کې ۱۱ نور وژل شوي دي. يوناما به افغان حکومت ته د خبريالانو د خونديتوب لپاره د اړوندو تدبيرونو د پلي کولو په برخه کې ملاتړ برابر کړي.

همدارنګه په دغه اعلاميه کې زياته شوې چې م م به تر وسې پورې د رسنيو بيان ازادي تأمين کړي. اوس د م م اړوندې ادارې پر رسنيو شوي جنايتونه ثبتوي،مثلا يونيسکو د افغانستان له اړوندو خواوو سره پر خبريالانو د جنايتونو په اړه معلومات راټولوي او د بېلابېلو لارو له لارې د قضيو پلټنه کوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای