د مراکش د بهرنيو چارو او نړيوالې همکارۍ وزارت د مې په دوهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره هغه خبر چې وايي مراکش د نورو هېوادونو د فشارونو له امله له ايران سره اړيکې پرې کړې، رد کړ.
په دغه اعلاميه کې راغلي، وروسته له هغه چې مراکش له ايران سره د اړيکو پرېکون اعلان کړ، ځينې بې اساسه خبرونه خپاره شوي چې ګواکې د مراکش دغه پرېکړه د نورو هېوادونو د فشارونو له امله ده. په اعلاميه کې ويل شوي چې مراکش څو څو ځلې په سيمه ييزو او نړيوالو بحرانونو کې په خپلواکه توګه پرېکړې نيولې دي او دغه پرېکړې د مراکش له پخوانيو او اوسنيو اصولو او د اړوند وضعيت په اړه له خپل قضاوت سره سمون لري. مراکش داسې مفصل او باوري شواهد پيدا کړي چې ښيي ايران د ليبنان د حزب الله ګوند له لارې د تحرير الصحرا له جبهې څخه ملاتړ کوي او په الجزاير کې د ايران سفارت هم پکې لاس لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |