CRI Online

کیم جونګ اون له وانګ یي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-03 20:29:20
کیم جونګ اون له وانګ یي سره وکتل

د سین هوا اژانس دخبر له مخې د کوریا دېموکراتیک ولسي جمهوریت د کارګرو ګوند او د دولتي شورا مشر کیم جونګ اون د روانې میاشتې په ۳ مه نیټه د یاد ګوند په مرکزي مقر کې د چین د دولتي شورا غړي او خارجه وزیر وانګ یي سره چې دغه هیواد ته په خپل سفر بوخت دی، ملاقات وکړ.

وانګ یي مشر کیم جونګ اون ته د رئیس شي جین پینګ نیکې هیلې وړاندی کړې او ویې ویل چې دېموکراتیکه کوریا د حالاتو په ارزولو او ټینګې ارادې سره اړونده پریکړه کوي چې د کوریا ټاپو وزمې حالاتو ته مثبت بدلونونه رسیدلي دي. چین له دې څخه ملاتړ کوي او مبارکي وایې چې د کوریا د دواړو خواوو مشرانو په بریالی توګه ملاقات کړی او په ګډه یې د نوې زمانې پرانیستلو اهمیت لرونکی «پانمونجون اعلامیه »خپره کړې ده. دغه ملاقات د کوریا ټاپووزمې د مسئلې سیاسي حل و فصل ته ښه فرصت راوړی دی. چین غواړي له دېموکراتیکې کوریا سره تماس وساتي او همغږی پیاوړی کړي.

کیم جونګ اون وانګ یي له لارې رئیس شي جین پینګ ته خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې. هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستي د پخوانیو مشرانو ګران او قیمتي میراث بلل کیږي . له چین سره د دوستۍ ټینګتیا او پرمختګ د کوریا نه بدلیدونکی ستراتیژي ده. یوه موده مخکې ما چین ته تاریخي سفر وکړ او له رئیس شي جین پینګ سره مې د نظریاتو پراخې او ژورې تبادلې وکړې، مهمې موافقې مو ترلاسه کړي او شتمنې نتیجې مو ګټلي دي. کوریا غواړي له چین سره یو ځای خپلمنځي دوستي یوې نوې لوړې مرحلې ته ورسوي.

دېموکراتیکه کوریا د کوریا ټاپووزمې د سولې او ارامتیا لپاره د چین مثبت خدمتونه ستایي او غواړي له چین سره ستراتیژیکې تبادلې پیاوړی کړي. هغه زیاته کړه چې له کوریا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکول د دېموکراتیکې کوریا ټینګ دریځ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای