د ۲۰۱۸ کال د مې د څلورمې نېټې پيل يعنې د شپې په دوولس بجو او شپږ دقيقو د چين د شي چانګ په نوم د سپوږمکيو توغولو له مرکز نه فضا ته د " CZ-3B " ليږدونکي راکټ د توغولو له لارې APSTAR-6C مخابراتي سپوږمکۍ ټاکلي مدار ته ورسيده.
" APSTAR-6C "مخابراتي سپوږمکۍ د چين د فضايي تخنيکونو څېړنيز مرکز ډيزاين او جوړه کړې ده. دغه سپوږمکۍ به د اسيا او ارام سمندر سيمې ته د سپوږمکيو د مخابراتي او راډيويي خدمتونو لپاره وکارول شي، همداراز د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پلي کېدو لپاره به هم ملاتړ برابر کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |