CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: د ايران له اټومي تړون څخه د امريکا ځان ايستل د نړۍ د نه اټومي پراختيا ميکانيزم لپاره ګټور نه دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 10:50:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګې لاوروف د مې په ۳مه نېټه وويل، که امريکا د ايران له اټومي تړون څخه ځان وباسي، نو داسې به د نړۍ د نه اټومي پراختيا ميکانيزم ته تاوان واړوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبسايټ د خبر له مخې، لاوروف په همدې ورځ د روسيې په سوچي کې د اردن د بهرنيو چارو له وزير ايمان سفادي سره يادې خبرې اترې وکړې. له دې وروسته لاوروف خبريال ته د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، که امريکا د ټرمپ په خبره د ايران له اټومي تړون څخه ځان وباسي، نړيواله ټولنه به له دې امله دا مهم سند له لاسه ورکړي، کوم چې د نړۍ د نه اټومي پراختيا ميکانيزم د ساتنې لپاره ګټور دی. د ايران اټومي تړون د م م د امنيت شورا لخوا تصويب شوی دی، اړوندې خواوې بايد په جدي توګه مراعات وکړي.

لاوروف دا هم وويل، که اسرايئل داسې کوم سند لري، چې ثابتولی شي ايران غواړي اټومي وسلو ته وده ورکړي، نو بايد سمدلاسه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ته يې وړاندې کړي. د اسرايئل صدراعظم نېتانياهو د اپريل په ۳۰مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې د ايران له پټ سامان څخه د اسرايئل استخباراتي ادارې تر لاسه شويو سندونو څخه پرده پورته کړه او پر ايران يې تور ولګاوه چې ايران د اټومي وسلو له پلان څخه لاسه نه دی اخيستی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای