CRI Online

پوټين: د روسيې د نړيوال جام د چمتوالي کارونه پای ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 11:10:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۳مه نېټه د روسيې په جنوب لوېديځ ښار سوچي کې د روسيې ولسمشر پوتين او د فوټبال د نړيوالې ټولنې، يعنې د FIFA، مشر جانني ينفانتينو سره يو ځای د اصلاح شوي فيشت اولمپيک لوبغالي نندارتون ليدنه وکړه. له دې وروسته په کاري غونډه کې پوټين وويل، د ۲۰۱۸ کال لپاره د فوټبال نړيوال جام په اړه د روسيې د چمتوالي کارونه پای ته رسېدلي دي. د کريملين ماڼۍ د ويبسايټ د خبر له مخې، پوتين وويل، چې روسيه د دې نړيوال جام د تر سره کولو لپاره پوره چمتوالی لري. اوس روسيه د نړيوال جام د لوبو بېلابېلو ميکانيزمونو ته لږ تحول ورکوي، د دې هېواد په هغو سيمو کې، چې يادې لوبې پکې تر سره کېږي، اړوند منظمو کارونو ته پاملرنه کوي او پلي کوي يې، په عمده ډول يادو سيمو ته ترانسپورټ برابراوي، کلتوري او تفريحي فعاليتونه تنظيم کوي، د هوټل او خوراک په برخو کې د نړۍ د بېلابېلو سيمو فوټبال مينه والو سره مرسته کوي او د ځايي خلکو عادي ژوند تضمينوي.

پوټين وويل، په روسيه کې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو نندارو د اسانتيا لپاره به روسيه اړوند سند لرونکو مينه والو ته وړيا ترانسپورټي خدمتونه برابر کړي او د نندارچيانو د تګ راتګ لپاره به لږ تر لږه ۷۰۰ اورګاډي چمتو کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای