CRI Online

د ايران د بهرنيو چارو وزير : د ايران د ذروي تړون په هکله خبرې اترې به بيا تر سره نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 11:28:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د روانې مياشتې په درېيمه نېټه هغه دريځ بيا تائيد کړ چې د ايران د ذروي تړون په هکله خبرې اترې به بيا تر سره نه شي.هغه په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې که امريکا په دوامداره توګه له دې تړون څخه سرغړونه وکړي يا په اخر کې له دغه تړون څخه ووځي ، ايران به دې ته خواب ور کړي.

نوموړي په همدې ورځ د يوټيوب له لارې په راډيويي وينا کې وويل چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ياد تړون څخه ناخوښي څرګنده کړې چې ځينو اروپايي هېوادونو په خپلو دريځونو کې نرمښت راوستلی او د نوي تړون د لاسليکولو په هکله يې وړانديز کړی کوم چې محتويات يې د پخواني تړون په هکله د خبرو اترو په پيل کې بې برخې شوي وو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای