د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ارمنستان ملي پارلمان د روانې مياشتې په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې د دې هېواد د مخالفو ګوندونو د اتحاد مشر نيکول پاچينهان يې د صدراعظمۍ يوازينی کانديد دی.له دې امله چې مخکې له مخکې د ارمنستان کمونېست ګوند اعلان کړی و چې د دې هېواد د پارلمان د دوهم پړاو په رايه ورکونه کې به د خپل ګوند کانديد ونه لري، نو پاچينهان په دې پړاو کې د صدراعظمۍ يوازينی کانديد شوی دی.
د می په لومړۍ نيټه ياد پارلمان د نوي صدراعظم د ټاکل کېدو په هکله رايه ور کړه ، خو پاچينهان له ۱۰۵ رايو څخه د نيمې برخې رايو د نه تر لاسه کولو له امله ونه ټاکل شو .د اړوندو مقرارتو له مخې دغه پارلمان به په راتلونکو اوو ورځو کې د دوهم پړاو رايه ورکونه تر سره کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |