CRI Online

د هند سترې محکمې له حکومت څخه وغوښتل چې د تاج محل د ساتلو لپاره بهرنۍ مرستې ولټوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 11:35:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې له دې امله چې د هوا ککړتيا او د تيزابي باران اورښت مشهور تاريخي اثار تاج محل ته زيانونه رسولي دي، هندي سترې محکمې په دې وروستيو ورځو کې د دې هېواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د تاج محل د پخوانۍ بڼې د اعاده کولو لپاره بهرنۍ مرستې ولټوي.

د تاجمهال د ساتلو مسئله په هند کې د پاملرنې وړ ده. له دې نه مخکې هندي داوطلبانو شکايت کړی و چې مرکزي حکومت او د تاج محل په اړه د اوتر پراديش ځايي حکومت د سترې محکمې له خوا د ور کړل شوي امر مراعات ونه کړ چې له امله يې دغه تاريخي اثار ته زيانونه رسيدلي دي.تر هغه وروسته هندي حکومت په ۲۰۱۵ کال کې په پوره توګه تاجمهال پاک کړ او د دې ترڅنګ په شاوخوا سيمه کې يې څو زره فابريکې هم وتړلې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای