CRI Online

د شي جين پينګ د کيسې ويلو په نوم کتاب به په فارسي ژبې چاپ شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 12:58:47
د شي جين پينګ د کيسې ويلو په نوم کتاب به په فارسي ژبې چاپ شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران په پلازمېنه تهران کې د کتابونو ۳۱م نړيوال نندارتون د مې له ۲مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د تهران د خومينې په جومات کې روان دی. د چين نشراتي پلاوي چې د چين د کتابونو د وارداتو او صادراتو عمومي شرکت او د خلکو د مطبعې په شمول د ځينو مشهورو نشراتي ادارو لخوا جوړ شوی، په دې نندارتون کې برخه لري.

د چين د کتابونو د وارداتو او صادراتو عمومي شرکت د نندارو مرکز د پروژو مينيجر هو ژون تيان خبريال ته وويل، تېر کال چين له ايران سره د يو بل د کتابونو په نړيوال نندارتون کې د مشر مېلمه په توګه د تبادلې تړون لاسليک کړ. سږ کال د چين د پلاوي يوه عمده دنده د راتلونکي کال د تهران په نړيوال نندارتون کې د مشر مېلمه په توګه د چيني پلاوي د ګډون په اړه تياريانې نيولي دي. هغه وويل

(( موږ دلته راغلو لومړۍ تهران کې د کتابونو په ۳۱م نړيوال نندارتون کې ګډون کوو. سږ کال د چين نندارځی د پخوا په نسبت لوی دی، موخه يې دا ده چې د راتلونکي کال د مشر مېلمه په توګه زموږ د ګډون لپاره تياريانې ونيسو چې د فعاليت پيمانې په لوېدو سره زيات تبليغات ترسره شي. دوهم موږ دلته د نندارتون کوربه خوا سره د راتلونکي کال د مشر مېلمه په اړه سلامشورې کوو. ))

د مالوماتو له مخې، په سږني نندارتون کې د چين د نندارځي پراخوالی ۵۰ مربع متره دی او د ۲۰۰ ډولونو ۴۰۰ کتابونه نندارچيانو ته ښودل شوي او په دې جمله کې له نيمې برخې زيات کتابونه په فارسي او انګليسي ژبو دي. د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ د نظريې لومړی او دوهم ټوکونه او ولې د چين سوسياليستي لارې برياليتوبونه تر لاسه کړي په شمول ځينې کتابونه چې پکې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلې کېدو راهيسې د سياست، اقتصاد، کلتور او ټولنې په برخو کې د چين مهمې لاسته راوړنې بيان شوي، د تهران په دغه نندارتون کې کېښودل شوي دي.

ښاغلي هو ژون تيان وويل، د چين د نندارځي له پرانيستلو راهيسې، هره ورځ ډېر ايراني لوستونکي جلبوي. د چين د کلتور او د چين د ملي ژبې د زده کړې په اړه کتابونه د ايراني لوستونکو د پاملرنې وړ دي. هغه وويل

((د چين په اړه د ايراني لوستونکو د علاقې وړ عمده ټکی د چين عنعنوي هنر او کلتور دی، برسيره پر دې، دوی د چين د ملي ژبې له زده کړې سره هم شوق او زوق لري، دا ښيي چې په ايران کې د چين د ملي ژبې زده کوونکي زيات دي، نو دوی د دغه ډول کتابونو هم هر کلی کوي. ))

د اړوند خبر له مخې، د چين نشراتي پلاوی پلان لري چې د تهران د سږني نندارتون په موده کې د چين او ايران د کتابونو د ژباړې د همکارۍ په اړه د ايران له نشراتي ټولنې سره د نظريو تبادلې وکړي او د تهران په نندارځي کې به د بېجينګ د کتابونو نړيوال نندارتون د معرفۍ فعاليت ترسره کړي. د خلکو مطبعه د چين د نشراتي پلاوي يو غړی دی، دغه مطبعه پلان لري چې د ايران نشراتي ادارو ته د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو د ۴۰ کلونو او د چين د کليوالو سيمو د پرانيستې د ۴۰ کلونو په شمول ځيني کتابونه وسپاري. د خلکو د مطبعې د بهرنيو اړيکو مشر لي بينګ خبريال ته وويل، د ايران يوې مطبعې پرېکړه کړې چې په ايران کې د شي جين پينګ د کيسې ويلو کتاب چاپ کړي. ده وويل

((موږ پلان لرو چې د ايران مطبعې ته څو کتابونه وسپارو او دوی يې په فارسي ژبې چاپ کړي، دغه شان به د ايران لوستونکي د چيني کتابونو او چيني هنر په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړي. د شي جين پينګ د کيسې ويلو کتاب په فارسي ژبې د چاپېدو کار په بنسټيزه توګه تاييد شوی. موږ به له ايراني همکارانو سره د تفصيلاتو په اړه سلامشورې وکړو او ورپسې به تړون لاسليک کړو. دا د کتاب چاپېدونکي حق د خرڅلاو يو شکل دی.))

د شي جين پينګ د کيسې ويلو کتاب د خلکو د مطبعې لخوا چاپ شوی يو کلاسيک اثار دی. ښاغلي لي بينګ وويل، د دې کتاب محتويات په زړه پورې دي چې په کورنيو او بهرنيو مواردو کې د رئیس شي جين پينګ ويناوې پکې راغونډې شوي او ترې ښکاري چې رئیس شي جين پينګ څنګه د کلاسيکو کيسو او لرغونو شعرونو له لارې په مناسب ډول خپلې نظريې څرګندې کړې دي.

تهران کې د کتابونو ياد نړيوال نندارتون په ۱۹۸۷ کال کې پيل شو او د ايران مهم کلني کلتوري فعاليت ګڼل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای