د مارکس د زېږېدو د ۲۰۰ مې کليزې ياد غونډه نن په بېجينګ کې په درنو مراسمو ترسره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي ، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېسيون شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د چين کمونېست ګوند د مارکسيزم اصول او د چين د انقلاب او ابادۍ تجربې سره پيوند کړې ،د چين د ولسي جمهوريت او سوسياليستي بنسټيز نظام يې تأسيس کړ او چيني ملت يې پياوړی کړی.
همدارنګه نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې بايد له مارکس نه زده کړه وکړو او په ګډه سره ښکلې نړۍ جوړه کړو.هرڅوک چې د نړۍ له جوړولو نه ډډه وکړي، نړۍ به هم له هغه نه ډډه وکړي. موږ بايد د نړيوال تاريخ له لحاظه د ودې تمايل او موجودې لويې ستونزې وڅېړو، له نورو هېوادونو سره دې د همکارۍ پراختيا ته دوام ورکړو، په فعاله توګه دې په نړيوالې ادارې کې ګډون وکړو،په زياتو برخو او لالوړو کچو دې متقابلې ګټورې همکارۍ وکړو،ګډه وده دې وکړو، پر نورو دې اتکا نه کوو، غاصب دې نه جوړيږو او د نورو هېوادونو له خلکو سره يوځای د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅې وکړو ترڅو نړۍ لاښه او ښکلې شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |