CRI Online

اروپايي ټولنه: د امريکا سوداګرۍ ساتي تګلارې د يورو سيمې پر اقتصادي سمسورتيا منفي اغيزه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:16:58

د اروپايي ټولنې کميټې د روانې مياشتې په درېيمه نېټه د پسرلني اقتصادي معلوماتو په هکله راپور کې وويل چې د امريکا سوداګرۍ ساتې تګلارې د يورو سيمې پر اقتصادي سمسورتيا منفي اغيزه کړې ده. د دې راپو له مخې تېر کال د يورو په سيمه او اروپايي ټولنه کې د اقتصاد منځنی پرمختيايي انډول په سلو کې دوه اعشاريه څلور زيات شوی و چې دغه رقم په تېرو لسو کلونو کې نوی ريکارډ جوړ کړی و.د اټکل له مخې په ۲۰۱۸ کال کې به د يورو په سيمه او اروپايي ټولنه کې دغه انډول په سلو کې دوه اعشاريه درې او په ۲۰۱۹کال کې به په سلو کې دوه زيات شي.

که څه هم ښايي په روان او راتلونکي کالونو کې په ياده سيمه کې د اقتصاد پرمختيايي انډول لاهم په چټکه توګه وساتل شي، خو خبرداری يې ور کړی چې د امريکا سوداګرۍ ساتي تګلاره او د ماليي هڅوونکې پاليسي به د دې سيمې اقتصادي پرمختګ ته زيانونه ورسوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای