CRI Online

د چين په چونګ چينګ ښار کې لومړۍ ايکولوژيکې اداري پروژه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-04 16:18:59

په دې وروستيو ورځو کې د چين د چونګ چينګ په ښار کې د چانګ شنګ پل د کثافاتو د ښخولو ځای د ايکولوژيکي چاپيريال د اعاده کېدو پروژه پيل شوې ده.د دې ترڅنګ د شاوخوا سيمو د ښه کېدو کارونه هم په يو وخت کې پيل شوي دي.په دې ښار کې د لومړۍ ايکولوژيکې اداري پروژې په توګه د دې پروژې د بشپړېدو له امله به د دې ځای د ايکولوژيکي چاپيريال د ښه کېدو لپاره يوه غوره لايحه برابره شي.

د چانګ شنګ پل د کثافاتو د ښخولو ځای د ۲۰۰۳ کال په جولای کې په کار لويدلی و او د ۲۰۱۶ کال په می کې وتړل شو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای